غور کې ۵۰ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

0 99

ملي دفاع وزارت وايي، د غور د ”شهرک“ ولسوالۍ په ”دهنه مرغا“ کلي کې امنیتي ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې، د ”ملا عبدالقادر“ په رهبرۍ او د ”ملا مصطفی“ د ډلې اړوند،٥٠ تنه طالبان تسلیم شوي دي.

له ملي دفاع وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د تسلیمېدو لړۍ روانه ده.

خبرپاڼه کاږي، ممکن نور طالبان هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.

تېره اوونۍ هم شاوخوا ۶۰ طالبان په غور کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.