د غزني والي: ښايي په دغه ولایت کې لویدلې الوتکه د کوم بهرني شرکت وي

0 121

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي یوه مسافروړونکې الوتکه نن په یوه بجه د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې لویدلې ده.

هغه وايي دا الوتکه په  کوم کورني هوایي شرکت پورې تړاو نه لري او ښايي په کوم بهرني هوایي شرکت پورې تړاو ولري.

د غزني والي وایي  الوتکه د طالبانو د حاکمیت په سیمه کې لویدلې.

هغه وايي دا چې الوتکه په بشپړډول سوځیدلې نو نه پیژندل کیږي چې په کوم شرکت پورې تړاو لري.

کلیمزی وايي د سیمې اوسیدونکو د یوه پیلوټ مړی د الوتکې له کابین را ایستلی دی چې ویل کیږي بهرنی دی.

د آریانا افغان هوایي شرکت ویلي چې د دوی کومه الوتکه نه ده لویدلې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.