د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: منظور پشتین بېګناه دی، ژر دې خوشې شي

0 151

وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د نیولو خلاف پرون او نن په پاکستان، افغانستان او ګڼو اروپایي هېوادونو کې ۲۶۷ ځایونو کې لاریونونه وشول، نو د بشري حقونو څار نړیوال سازمان له پاکستان څخه جدي غوښتنه کړې چې هغه بېګناه دی او سمدستي خوشې شي. تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان پخپله اعلامیه کې ویلي، پاکستاني ځواکونه باید سمدستي منظور پشتین خوشې کړي او د هغه پر ضد پرانیستل شوې دوسیه دې وتړي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د اسیا څانګې مسوول بریډ اډمس ویلي: ((پاکستان باید د منظور پشتین په څېر د سوله خوښو فعالینو نیول ودروي. هغه د پاکستان پر پالیسو کلک منتقد دی. د سیاسي او سوله ییزو مخالفینو د نیولو لپاره له جرمي قوانینو استفاده کول په ډیموکراسۍ کې ځای نه لري.))

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان داسې مهال سمدستي د پشتین د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې د پاکستان د تازه پرېکړې پر اساس هغه د ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان ولېږدول شو او تر محاکمې پورې به ۱۴ ورځې هلته بندي وي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستاني ریاست دغه پرېکړه غندلې او پر خلاف یې د لاریونونو خبرداری ورکړی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.