طالبانو پر امریکایانود بریدونو د بندولو اوپرافغانانو د کمولو هوکړه کړې

0 161

وسله والو طالبانو منلې چې پرامریکایي سرتیرو به برید نه کوي او په افغان سرتیرو به په خپلو بریدونو کې کموالی راولي.

د سولې خبرو ته نږدې سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي طالبانو تازه توافق کړی چې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک په صورت کې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو تر څنګ به یې پر افغان ځواکونو هم خپل بریدونه کموي.

سرچینې په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده  چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.

  شنونکي وايي که داسې هوکړه شوې وي نو دا به د طالبانو خبرې غلطې ثابتې کړي چې وايي د دوی د جګړې لامل د بهرنیانو حضور دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.