د پوهنې له وزارت سره د یو میلیون ټوکه کتابونو مرسته شوې

0 233

 د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د روان ۱۳۹۸ ښوونیز کال له پیل څخه تر اوسه  د بېلابېلو بنسټونو له خوا ورسره د څه باندې یو میلیون کتابونو مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت وايي  دغه کتابونه چې شمېر یې یو میلیون ۲۶۰زره او ۱۹۲ ټوکه دي ۹۰ سلنه یې درسي کتابونه دي.

د وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي دا کتابونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د پوهنې وزارت او مدني ټولنو بنسټونو لخوا د یو کمپاین پر مهال راټول شوي دي.

د وزارت اعلامیه وايي د یادو کتابونو ۴۳ سلنه د ۱۷ موسسو، ۳۰سلنه د پوهنې وزارت د کارکوونکو له خوا، ۲۱ سلنه د خلکو، ۶سلنه د مدني ټولنو او ملي سوداګرو لخوا راټول شوي دي.

د افغانستان په ښوونځیو کې د درسې کتابونو لږوالی له کلونو را په دیخوا یوه ستونزه ده .

Leave A Reply

Your email address will not be published.