د پکتیکا د څلورو ولسوالیو لارې له دیارلس کلونو را په دیخوا تړلې دي

0 108

د پکتیکا یو شمیر اوسیدونکی وايي امنیتي ستونزې ورځ تربلې ډیریږي او د خلکو په ژوند یې ناوړه اغیزه کړی. دوی وايي یو شمیر لارې دي چې له کلونو کلونو را په دیخوا د طالبانو تر محاصرې یا تهدید لاندې دي.

دوی وايي ووړ ممی، تروې، وازیخوا او ګیان ولسوالیو لارې  له تېرو دیارلس کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو لخوا تړلې دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړي هم دا ستونزه مني او وايي هلته په میاشتو، میاشتو نظامي کسانو ته د هوا له لارې اکمالات کېږي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسر سلیمان خیل وايي د خلکو دا ستونزه د هرې ورځې په تیریدو ډیریږي.

 د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی هم دا ستونزې مني او وايي دا د ډیرو کلونو خبره ده ، خو په پام کې لري په نوي کال کې یو شمیر دا لاره خلاصې کړي.

د پکتیکا ولایتي شورا وايي نه یواځې ، چې د ولسوالیو په لویو لارو کې امنیتي ستونزې دي بلکې له غزني او پکتیا سره یې نښلوونکې لارې هم له ورته برخلیک سره مخ او د وسله والو د ګواښ له امله ډیر وخت تړلي وي او یا خلک له ویرې  نه غواړي په دې لارو سفر وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.