افغان حکومت د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار څرګندونې مبالغه بللې

0 98

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي د طالبانو شمېر نه دی معلوم، خو څه چې سیګار ویلي هغه هم مبالغه ده.

د صدیقي په وینا د طالبانو شمېر اتیا زره نه دی او د سیګار معلومات دقیق نه دي. نوموړي دغه راز ویلي چې د طالبانو او امریکا په مذاکراتو کې نوي پرمختګونه نشته دي او دوی له خلیلزاد سره په اړیکه کې دي.

د صدیقي په وینا افغان حکومت لا هم پر عمومي او اوږدمهاله اوربند ټینګار کوي او طالبانو ته په کار ده چې دغه شرط ته غاړه کېږدي. بلخوا طالبان بیا له امریکا سره د تاوتریخوالي پر کمولو بحثونه کوي او وایي چې اوږدمهاله یا لنډ مهاله اوربند ته تیار نه دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.