شنونکي: ایران ښايي د طالبانو د مشهد شورا د امریکا پروړاندې وکاروي

0 171

د ملي امنیت شورا د ګواښونو د ارزونې پخوانی رییس وایی، د دې احتمال شته چې په افغانستان کې د ایران په ملاتړ د لشکر فاطمیون لخوا مذهبي جګړې پیل شي.

د ملي امنیت شورا د ګواښونو د ارزونې پخوانی رییس آرین شریفي چې درې کاله یې دې بنسټ کې د لشکر فاطمیون فعالیت تر نظر لاندې درلود، وایي، لشکر فاطمیون د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو تر څار لاندې په افغانستان کې له ۱۵ زرو  تر ۲۱ زرو افغان جنګیالي لري.

شریفي وايي  د دې جنګیالیو یوه برخه له  سوریې او عراق څخه افغانستان ته راغلې ده چې په وینا یې ممکن د ایران په ملاتړ په افغانستان کې تازه مذهبي جګړې پیل کړي.

طالبان د کوټې او پيښور په شوراګانو سربیره  د مشهد شورا هم لري، کومه شورا چې ویل کیږي له تهران سره نږدې اړیکې لري او امکان لري چې ایران یې په افغانستان کې د امریکا پر خلاف وکاروي.

 بلخوا په سیمه کې د امریکا او ایران وروستۍ ناندرۍ او کړکېچ افغانستان ته زیان اړونکې ګڼل کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وایي، دې کړکیچ د افغانستان د سولې په خبرو هم منفي اغېز کړی دی.

خو افغان حکومت د امریکا او ایران په کړکیچ کې منځلاری توب غوره کړی او ویلي یې دي هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې نیابتي جګړې پیل او یا هم د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.