محسن داوړ: د پاکستان د ادارو توره څېره به نړۍ ته بربنډه کړم

0 240

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي او د پاکستان د پارلمان وکیل محسن داوړ وايي پاکستان باید نور پر خلکو د غدارۍ لګولو ټاپې بندې کړي.

هغه چې  له راخوشې کېدو یوه ورځ وروسته یې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله وویل دا یوه خطرناکه پروژه ده .

محسن داوړ پرون په دغه وینا کې وویل  د هغو خلکو مخه باید ونیول شي چې هر چاته د غدار خطاب کوي، که نه داسې وخت به راشي چې د پاکستان د ادارو څو کسان به پاتې وي او نور ټول ولس به د غدارانو په نوم تورن وي.

داوړ وایي، پاکستاني پولیسو منظور پښتن په داسې حال کې ونیو چې د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک ورته دوه ورځې وړاندې د خبرو وړاندیز وکړ.

نوموړی چې د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې له ۲۸ نورو فعالانو سره د منظور پښتین په ننګه د لاریون له منځه د څو ساعتونو لپاره نیول شوی و اوس بیرته خوشې شړی خو وایي، د پاکستان د ادارو توره څېره به نړۍ ته ښکاره کړي.

داوړ وايي ، پاکستاني ادارو په باچا خان، ولي خان، اسفندیارولي خان، فاطمه جناح او ذوالفقار علي بوټو هم د غدارۍ تورونه لګولي په داسې حال کې چې معلومه نه ده د پاکستان ادارې پخپله د څه ډول خلکو لخوا اداره کیږي.

محسن داوړ په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې منظور پښتین له یکشنبې ورځې راهیسې نیول شوی او د پلویانو له هڅو سره سره یې لا بندي دی.

پر هغه د پاکستاني ادارو لخوا د غدارۍ، نفرت پارولو او بغاوت تورونه دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.