خلیلزاد بیا پاکستان ته تللی دی

0 100

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د بحث لپاره نن اسلام آباد ته سفر کړی.

 سرچینې وايي  ټاکل شوې خلیلزاد  د افغان سولې په اړه د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت او زلمي خلیلیزاد د دغه خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

زلمی خلیلزاد له یوې میاشتې راپدېخوا په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په خبرو بوخت و چې  څو ورځې وړاندې په دې اړه  د بحث لپاره د ناټو د غړو هیوادونو سره د لیدنې لپاره بروکسل ته هم تللی و.

که څه هم د امریکايي او طالب استازو د روانو خبرو جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تر دې مخکې له یادو مذاکراتو باخبره سرچینو ویلي و چې دواړه لوري په افغاناسستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې پر برابرولو باندې خبرې کوي.

ویل کیږي هغه به له پاکستان وروسته کابل ته هم سفر وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.