۲۰۱۹ کال کې ۴۷۸ کسانو د افغانستان تابعیت پرېښودو غوښتنه کړې

0 129

د عدلیې وزارت وایي، چې په ۲۰۱۹ کال کې ۴۷۸ کسانو د افغانستان تابعیت پرېښودو غوښتنه کړې ده. د دې وزارت ویاند امان ریاضت رسنیو ته ویلي، چې دوی ته د تابعیت د پرېښودو په دغه غوښتنو کې د ۱۵ کسانو دوسیې بشپړې شوې دي او پر پاتې هغو کار روان دی.

نوموړي ویلي، د تابعیت پرېښودو ډېری غوښتونکي کسان په منځنۍ اسیا، ایران، روسیه، اتریش، هالنډ او یو شمېر نورو هېوادونو کې اوسېږي او د افغانستان تابعیت پرېښودو عمده دلیل د هغو هېوادونو د تابعیت قوانین او له بهرنیو مېرمنو سره واده کول دي.

په ورته مهال په همدې کال کې بیا ۱۷ بهرنیانو د افغانستان د تابعیت غوښتنه کړې ده او دوسیې یې د بهرنیو چارو وزارت له لوري عدلیې وزارت ته رسېدلې دي.

هغو کسانو چې د افغانستان د تابعیت غوښتنه کړې ده په کې د ازبکستان، مصر، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

دغه راز وړم کال هم همدومره شمېر کسانو د پورتنیو دوو عمده دلایلو له وجې د افغانستان د تابعیت پرېښودو غوښتنې کړې وې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.