په برمل کې د ښوونځي د نشتوالي له امله ماشومان د پاکستان ښوونځیو ته ځي

0 94

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د ښوونځي د نشتوالي له امله یې ماشومان د پاکستان په ښوونځیو کې زده کړه کوي.
دوی وايي ماشومان یې له ډیورنډ کرښې اوړي او د پاکستان تر بیرغ لاندې زده کړې کوي.
دا کسان وايي له تیرو اتلسو کلونو را په دیخوا حکومت د دوی ستونزې بابیزه ګڼلې او یوازې ژمنې کوي.
دوی وايي که یې خپل ښوونځي درلودلای نو اړ به نه وو چې ماشومان د پاکستان مکتبونو ته ولیږي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست هم په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني خو وايي ، چې سږکال یې د برمل ولسوالۍ په ګډون په ډيرو سیمو کې تړلې ښوونځي خلاص کړي او جوړ کړي دي.
د پکتیکا د پوهنې رییس محراب الدین شفق وايي ځینې ښوونځي د امنیتي ستونزوله امله تړلي دي.
د پکتیکا په شمول د افغانستان په ډیرو ولایتونوکې ښوونځی د طالبانود ګواښونو له امله له کلونو کلونو را په دیخوا بند دي.
د طالبانو دا چاره د دې لامل شوې چې په ډیرو ختیځو او سویلي ولایتونو کې څو نسله ماشومان له زده کړو بی برخې شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.