امریکا: د نهایي پایلو پر اساس د نوي رامنځته کېدونکي افغان حکومت ملاتړ کوو

0 237

په افغانستان کې د امریکا سفارت ژرژدافیر رایس ویلسون وایي، د پایداره مشارکت لپاره د افغانستان د راتلونکي حکومت ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ یې کوي.

رایس ویلسون پخپل ټویټر لیکلي، چې امریکا د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو سره  ۲۹ میلیون ډالر مرسته د همدې لپاره وکړه چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ اصل پر اساس د خلکو یو استازی حکومت رامنځته شي: ((د ټاکنو پروسې سره د نورې نړۍ د مرستو نیمایي یې امریکا د همدې لپاره وکړه چې امریکا د افغانانو په څېر د ډیموکراسۍ پروسې خیال ساتي او هڅه کوي یو غښتلی استازیتوب رامنځته شي. د ټاکنو پایله چې هر څه وه، یعنې هر څوک چې ګټوونکی و، نو امریکا ورسره همکاریو ته ژمنه ده او د افغانستان راتلونکي حکومت ترڅنګ درېږي، ترڅو په افغانستان کې پایدار مشارکت رامنځته شي.))

د امریکا د نوي سفیر او د امریکا سفارت ژردافیر رایس ویلسون اشاره د ولسمشرۍ ټاکنو نهایي پایلو اعلان ته ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې اعلان شي او تمرکز د پایلو پر اساس د نوي حکومت رامنځته کېدل دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ولسمشر غني ګټونکی و او ښکاري امریکا یوازې د نهایي پایلو پر اساس د رامنځته کېدونکی نوي حکومت ملاتړ کوي او د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو ګډونوالو د مشارکت غوښتنې او په واک کې شریکېدو خبرداري او غوښتنې نه دي منل شوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.