ولسمشر: ټاپي د ګازو نللیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلېز دی

0 118

ولسمشر غني د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.

له ارګ څخه په خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، زما د بهرنۍ پالیسي پیل له ترکمنستان څخه و او دا ښیي چې ترکمنستان موږ ته ډېر زیات ارزښت لري.

ولسمشر غني ویلي، ټاپي یوازې د ګازو نللیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلېز دی. دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي. هغه زیاته کړې، موږ به د کانونو په برخه کې ښې همکارۍ ولرو او د ترکمنستان له تجربو څخه په استفادې به زموږ منابع انکشاف ومومي.

د ولسمشر په وینا، د ټاپي تر څنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لین (ټاپ) او نوري فایبر هم غځول کېږي چې د سیمه ییز اتصال دغه لویه پروژه به سیمه او اروپا سره ونښلوي. موږ غواړو له ترکمنستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او راکړې ورکړې لا زیاتې کړو. په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غځېدل او انکشاف هم د دغو همکاریو یوه برخه ده.

ولسمشر غني دغه راز ویلي، افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي. افغانستان په امنیتي برخو کې هم له ترکمنستان سره مرستې ته ژمن دی، خصوصا له یاد هیواد سره په سرحدي سیمو کې به زموږ مېشت امنیتي ځواکونه امنیت لا ټینګ کړي.

په دې کتنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هیواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دواړو هیوادونو اړوندې ادارې او مسوولین د دغو پروژو او همکاریو د تطبیق لپاره چې موخه یې له افغانستان سره همکاري او سیمه ییز اتصال دی، ګډ کار وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.