د طالبانواو امریکا د سولې خبرې بیا وځنډېدې

0 166

په قطر کې  د طالبانو د دفتر ویاند وايي امریکا  کړنې د دې ځنډ لامل شوي دي.

سهیل شاهین وايي دوی ټول چمتو والی نیولی دی.

هغه وايي  طالبانو ژمنه کړې وه چې د سولې د هوکړې د لاسلیک پرمهال په تاوتریخوالی کموي او امریکايي ځواکونو ته به د وتلو زمینه برابروي، خو امریکا نورې غوښتنې لري.

دغه طالب ویاند نور جزیات نه دي ورکړي چې د امریکا غوښتنې څه دي.

د سهیل شاهین په خبره د امریکا لا ډېرې غوښتنې او پلمې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره خنډ شوې دي.

 نوموړي له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی تاوتریخوالی کموي خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي چې د امریکا نورې غوښتنې څه دي.

ځینې سرچینې وايي  طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو خو امریکا بیا د عمومي اوربند پر رامنځ ته کېدو ټینګار کوي، چې همدې مسئلې اختلافات اوږده کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د دوحې د مذاکراتو د ځنډیدو خبر ورکوي چې دغې ډلې په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې بریدونه ډیر کړي دي.

بلخوا د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارووزارت استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې په کتنو بوخت دی. هغه پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او د پوځ له مشر سره کتلي دي او نن یې ځان کابل ته رسولی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.