جمهور رئیس غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

0 205

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود ډاکټر زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په اشارې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یوو.‎

ډاکټر خلیلزاد زیاته کړه، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. نوموړي همدا راز پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، له دوی سره مو پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.