مخابراتي شرکتونه هر جي بي انترنت په ۹ افغانۍ پېري، خو په ۱۸۰ افغانۍ یې پلوري

0 149

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي د افغانستان مخابراتي شرکتونه په عمده ډول یو جي بي انترنت په ۹ افغانیو پیري، خو دوی یې په ۱۸۰ افغانۍ پلوري.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي دغه وزارت شرکتونه ته شرط ایښی که شرکتونه خلکو ته د انترنت بیه ټیټه کړي، دا وزارت هم حاضردی چې د انترنت په بیه کې کموالی راولي او هر ام بي انترنت  په ۳۰ تر ۳۲ ډالرو په شرکتونو و پلوري.

هاشمي وايي اوس دوی هر ام بی انترنت د ۶،۵ ډالرو په بدل کې اخلي په داسې حال کې چې پخوا دا بیه ۱۶ ډالره وه.

هغه وايي د هیواد له پولو تر کابل پورې هر ام بي انترنت په شل ډالره تمامیږي چې د مخابراتو وزارت یې په شرکتونو په ۳۸ تر ۴۳ ډالرو پورې پلوري.

هاشمي وايي له شرکتونو سره یې خبرې کړې او هیله لري چې هر ام انترنت د ۳۰ تر ۳۲ ډالرو پورې په شرکتونو وپلوري.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي تمه لري چې د مخابراتي شرکتونو بیه له دیرش تر څلویښت سلنه پورې را ټیټه کړي.

هغه وايي:” د انترنت د بیې د ټیټوالي له پاره زموږ شرط دادی چې موږ عمده بیه نوره هم را ټیټوي چې شرکتونه د انترنت بیه ټیټه کړي.”

Leave A Reply

Your email address will not be published.