په جمهوریت روغتون کې دېرش میلیونه افغانۍ اختلاس شوی

0 214

اختلاس تر روغتونو پورې هم ورسید. رپوټونه وايي چې د جمهوریت روغتون د مرکز ګرمي په لګښت کې میلیونونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

 د رپوټونو له مخې په اوو کلونو کې د مرکز ګرمیو سیستم په لګښتونو کې ۳۰ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

 د جمهوریت روغتون ډاکټران وايی د یخې هوا له امله حتی ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي د عملیات خونې د هوا تودوخه باید ۲۵ تر ۳۰ درجو پورې وي ، خو د جمهوریت روغتون عملیات خونه دومره یخه ده چې له امله یې ځینې ناروغان تر عملیاتو وروسته ساه ورکړې ده.

د جمهوریت روغتون ډاکټران چې په تیره میاشت کې یې له دې امله اعتراض کړی و او د عامې روغتیا وزارت له خوا ورته یو پلاوی وټاکل شو ترڅو دا مسله وڅیړي.

 د ډاکټرانو تر اعتصاب وروسته د عامې روغتیا وزارت دغه روغتون ته یو پلاوی ولیږه او د هغه څیړنو وښوده چې د دغه روغتون مرکز ګرمۍ د اختلاس او غلا له امله په ورځو ورځو او ساعتونو ساعتونو پرچاو شوې دي.

 څیړونکي پلاوی د دغه روغتون رییس او اداري، جنسي او د خدماتو مدیران په اختلاس تورن کړي دي.

 د عامې روغتیا وزارت د داخلي څیړونو رییس خوشهال تسل وايي څیړنو ښودلې چې له ۱۳۹۲ کال څخه تر سږکال پورې لږ ترلږه دیرش افغانۍ اختلاس شوی دی.

هغه وايي د روغتون د مرکز ګرمیو د هرساعت په لګښت کې ۵۰ لیتره تیل اختلاس شوي دي.

دا څیړنې ښيي د روغتون مرکز ګرمۍ په هرساعت کې له ۹۰ لیترو لږ تیل مصرفوي، خو د روغتون په مالي اسنادو کې په هرساعت کې ۱۴۰ لیتره ښودل شوي دي.

ډاکټر تسل وايي  څیړونکي پلاوي د جمهوریت روغتون  څلور مسوولین په اختلاس تورن کړی او د دوی د دندو د ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه پلاوي همدا راز عدلي او قضایي ارګانونو ته د دغو مسوولینو د ورپیژندلو غوښتنه کړې.

د جمهوریت روغتون رئیس بیا دا تورونه ردوي او وايي تراوسه خپلې دندې ته دوام ورکوي اوپه دې اړه یې کوم رسمي مکتوب یا لیک نه دي  تر لاسه کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.