په تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی

0 121

په تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی دی.

مسوولین وايي د نجونو دا  منځنی ښوونځی د تخار د مرکز تالقان ښار په ( بودله) سیمه کې سوځول شوی دی.

د تخار د پوهنې ریاست یوه مسول حسام الدین نظری وايي د ښوونځي ودانۍ طالبانو سوځولې او  د ښوونځي ودانۍ او ټول وسایل او مواد سوځیدلي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.