د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، د سولې بهیر بري لپاره طالبان باید د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپله اراده ثابته کړي.
هغه دا خبرې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډې خبرې ناستې ته کړې دي.
د هغه په وینا، افغان سوله ورته ارزښتمنه ده او هڅه کوي چې بري ته یې ورسوي.
پامپیو تېره ورځ ازبکستان ته تللی دی