په پکتیکا کې مدني فعالان وايي حکومت باید د پي آرتي د چورکېدو موضوع وڅیړي

0 166

په پکتیکا کې مدني فعالان وايي د هغو وسایلو باید پوښتنه وشي چې د دغه ولایت له پي آر ټي څخه وړل شوي دي. دوی وايي شپږکاله وړاندې بهرنیو ځواکونو پي ارټي  محلي چارواکو ته پرېښوده، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسایل یې لرل، خواوس هیڅ نشته.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی وايي شاوخوا شپږ کاله وړاندې بهرنیو ځواکونو ولایتي مسولینو ته د پي ارټي د ميلياردونو ډالرو وسایل پرېښودل، خو د وخت د ولایتي چارواکو د ناوړه مدیرت له امله چور شوي دي.

خو هغه د چا نوم نه اخلي چې چا چور کړې او د چا مدیریت کمزوری و. د پکتیکا د ولایتي شورا یو شمېر هم د پي آرتي د وسایلو چور کیدل تاییدوي، خو تراوسه هیڅ سرچینې نه دي ویلي چې له پي آرتي څخه څه شی غلا شوي دي.

دا چارواکي د غلا شویو وسایلو د ارزښت په هم معلومات نه ورکوي، خو مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې له دغه پي آرتي څخه د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسایل غلا شوي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.