ترکیې خپل نفوس اعلان کړ

0 165

په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې نفوس د ۲۰۱۸ کال  په پرتله  ۱ میلیون ۱۵۱ زره او ۱۱۵ تنه  ډیر شوی  ۸۳ میلیونه ۱۵۴ زره او ۹۹۷ تنو ته  لوړ شوی دی.

د ترکیې د احصایې ادارې  د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د ۳۱ نیټې پورې  د ترکیې  رسمي نفوس  اعلان کړ.

د نوموړو  شمیرو له مخې  په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ترکیې رسمي نفوس ۸۲ میلیونه ۳زره ۸۸۲ تنه وو  چې په ۲۰۱۹ میلادي کال  یو میلیون او ۱۵۱ زره او ۱۱۵ تنو په ډیریدو سره  ۸۳ میلیونه ۱۵۴ زره او ۹۹۷ تنو ته لوړ شوی دی.

ددې شمیرو له مخې په ترکیه کې د نارینوو نفوس  ۵۰ عشاریه ۲ سلنه  ، ۴۱ میلیونه ۷۲۱ زره ۱۳۶ تنه دی. د ښځو شمېر  بیا  ۴۹ عشاریه ۸ سلنه ، ۴۱ میلیونه ۴۳۳ زره او ۸۶۱ تنه  ښودل شوی دی.

د ویلو ده چې په ترکیه کې  په ۲۰۱۹ کال کې د  ولایتونو او ولسوالیو په مرکز ته د کډوالۍ  کچه  صفر عشاریه پنځه سلنې په لوړیدو سره  ۹۲ عشاریه ۸ سلنې ته  لوړه شوې ده .

Leave A Reply

Your email address will not be published.