هند وايي په چابهار بندر کې ۵۰۰ زره ټنه بارځای پرځای شوی دی

0 102

د هند د بهرنیوچارو وزارت د دغه هېواد پارلمان ته په یوه رپوټ کې ویلي چې د چابهار بندر د لومړي فاز کارونه د ډیلي او تهران په همکارۍ جریان لري.

د هند د بهرنیو چارو وزات وايي چې د ( اندیا پورتس ګلوبل) شرکت د ۲۰۱۸ کال له دسمبر را وروسته د دغه بندر عملیاتي مسوولیت پرغاړه اخیستی دی او تراوسه په بریالیتوب سره دغه شرکت په دغه بندر کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه بار ځای پرځای کړی دی.

 د چابهار له بندره د افغانستان صادرات هم کیږي چې د ۲۰۱۹ کال له فبروري څخه پیل شوي دي.

 چا بهار بندر د عمان په سمندر کې واقع دی چې افغانستان ته د سمندر له لارې د هند لاس رسی آسانوي.

د هند دولت په دغه بندر کې د ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ژمنه کړې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.