سوداګر: حکومت دې په شېرخان بندر کې د نا امنیو او غلاوو مخه ونیسي

0 93

په کندز کې د شیرخان بندر د سوداګرو اتحادیه او یو شمېر موټر چلوونکي وايي د کندزـ شیرخان بندر په لاره نا امني او غلاوې ډېرې شوې دي.

 دوی وايي په دې لاره پخوا ۱۵ امنیتي پوستې وې، خو اوس یوه هم نشته چې له امله یې غلاوې ډيرې شوې دي.

په کندز کې د سوداګرو د اتحادیې مشر وايي په دغه سیمې او مسیر کې د نا امنیو له امله یې ډېر ځله چارواکو ته شکایت کړی، خو ورته پام نه دی شوی. هغه وايي د امنیتي ستونزو له امله حتی خصوصي بانکونو خپلې ځانګړې له دې بندر څخه ایستلې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.