د هرات ولایتي شورا: د ګمرک عواید نیمایي ته ټیټ شوي دي

0 120

د هرات ولایتي شورا وايي له هغه وروسته چې د دغه ولایت ګمرک له هرات ښار څخه اسلام کلا بندر ته لیږدول شوی عواید یې د پام وړ لږ شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزایي د ګمرک او مالیې وزارت چارواکي په مالي فساد تورنوي.

د ولایتي شورا رییس وايي د هرات ګمرک اسلام کلا ته له لیږدولو مخکې په ورځ کې له ۷۵ میلیونه افغانیو تر ۱۲۰ میلیون افغانۍ عواید لرل، خو اوس دا کچه ۲۵ ملیونه تر ۵۲ میلیون افغانیو پورې را لویدلې ده.

 د ولایتي شورا رییس له مسوولینو وغوښتل چې ګمرک بېرته ښار ته ولیږدوي.

بلخوا د دغه ګمرک یو شمیرکارکوونکي وايي په لاره کې د نا امنیو له امله د ګمرک کارمندان یا وژل کیږي او یا هم تښتول کیږي.

دوی په یوه اعتراضیه غونډه کې له مسوولینو وغوښتل چې د هرات ګمرک له اسلام کلا څخه هرات ښار ته ولیږدوي.

د هرات ګمرک چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.