م.م. سازمان د فلسطینیانو له حقونو د دفاع مسوولیت افغانستان ته وسپاره

0 371

د ملګرو ملتونو سازمان په خپله وروستۍ غونډه کې د فلسطین له وګړو د دفاع مسوولیت په اړه د جوړې شوې کمېټې مرستیالي، دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ته وسپارله.

عادله راز ملګرو ملتونو سازمان کې د خپلې وینا پر مهال، له دغه سازمان مننه کړې چې پر دې او افغانستان يې یو ځل بیا باور کړی دی.

هغې ویلي، دا دویم وار دی چې یاد مسوولیت افغانستان ته سپارل کېږي او تېر کال مې هم همدلته له خپلو همکارانو سره یو ځای کار وکړ.

راز ټینګار کړی، مونږ په دې باور یوو چې د فلسطین وګړي باید نور له دغه بد وضعیت راووځي.

عادله راز وايي، افغان دولت د فلسطین د خلکو حقونو دفاع کوي، ځکه خو ولسمشر غني هم د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې په دې تړاو خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان تېر کال ۷۸ میلونه افغانۍ له خپله اړخه د ملګرو ملتونو له لارې د فلسطین له خلکو سره مرسته کړې

Leave A Reply

Your email address will not be published.