امریکا: په افغانستان کې د کوکنارو کښت لږ، خو د تریاکو تولید ډېر شوی دی

0 106

امریکا وايي په افغانستان کې د کوکنارو کر لږ شوی، خو د تریاکو په تولید کې ډېر والی راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنترول ملي اداې دا ارزونې ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ سلنه کم شوی دی. تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰  زره هکتاره ځمکه او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱ زره هکتاره  ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده.

 دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښه اقلیم او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی.

سپینه ماڼې وایي چې د دولت وسله وال مخالفین د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد ډېر شوی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.