اېسپر: د ایران نیابتي ډلې افغانستان کې ګډوډي جوړوي

0 129

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي، اجازه به ورنه کړي چې له افغانستان بیا دغه هېواد ته ګواښ پېښ شي.

هغه د امریکا جانس هاپکینز نړیوالو مطالعاتو په پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، ایران د خپلو نیابتي ډلو پر مټ غواړي سیمه او افغانستان کې ګډوډي جوړه کړي.

د نوموړي په خبره، مونږ په افغانستان کې لوی ماموریت پر مخ لرو او هدف مو دا دی چې ډاډ تر لاسه کړو تر څو له  افغانستانه بیا پر امریکا برید نه کېږي.

اېسپر ویلي، موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان هیڅکله بیا ځلي د ترهګرو په امن ځای باندې نه بدلیږي چې ترې ترهګر وکړای شي د امریکا پرضد بل برید ترسره کړي، فکر کوم چې زموږ پوځ او د ديپلوماټانو پلاوی اوس مهال په دې برخه کې د یوه ستر کار د ترسره کولو په حال کې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.