امریکا وايي د فاسدو افغان چارواکو پروړاندې باید جدي اقدام وشي

0 101

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو په قاچاق او پلور کې د افغان پولیس د مسوولینو لاس لرل نهیلي کوونکي بللي او د فاسدو چارواکو په وړاندې  یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز  پر خپل ټوېټر لیکلي چې د نشه يي توکو قاچاق او سوداګري د افغانستان له بې ثباتۍ سره مرسته کوي او همدارنګه د ښې حکومتوالۍ بهیر او اقتصادي وده کمزورې کوي.

  ویلز زیاته کړې:”د قانون د پلې کېدو لپاره مهمه ده چې د فاسدو چارواکو په وړاندې اقدام وشي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر او پنځه نور پولیس افسران په کابل ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ونیول.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل پولیسو ته دوې میاشتې وخت ورکړئ چې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې ویل کې د مخدره موادو سره د مبارزې مسئول د عبدالله عبدالله خپل او اعتباري کس او د هغه په زور په دغه مهمه چوکۍ ناست وو

Leave A Reply

Your email address will not be published.