د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، دغه ولایت کې به ډېر ژر افغان ـ ترک لېسه خپل فعالیت پیل کړي.
فدايي خوست ولایت کې د افغان ـ ترک لېسې د فعالېدو په تړاو، افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر شاکر وایووت سره خبرې کړې دي، چې اصولو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي.
فدايي ویلي، ښاغلی وایووت به د افغان ـ ترک لېسې د فعالېدو په اړه ډېر ژر خوست ولایت ته سفر وکړي.
افغان ـ ترک لېسې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، جوزجان، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې فعالې دي.