امریکایي چارواکو ومنله چې په ننګرهار کې په یوه نښته کې یې دوه سرتیري وژل شوي

0 193

په ننګرهار کې د افغان او بهرنیو سرتېرو ترمنځ نښته کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت وايي  دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې شوې ده.

لګیت په دغه داخلي برید کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د پېښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا په ننګرهار کې سیمه ییز مسوولین وايي په دغه پېښه کې درې افغان کمانډو هم ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي افغان او نړیوال ځواکونه تېره ورځ شېرزادو ولسوالۍ ته تللي و چې وروسته ورباندې ډزې شوي چې پر مهال یې درې افغان کمانډو او یو شمېر بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.

والي وايي چې وروسته د افغان ملي اردو یو سرتېری هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

هغه وویل:”دا معلومه نه ده چې دا نفوذي و، اشتباه وه، یا کومه بله پېښه وه، اوس پلاوی هلته دی او څېړنې کوي، دا د قواو ترمنځ جګړه نه وه یوه پېښه وه.”

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي په شېرزادو کې د ملي اردو په یو مرکز کې د افغان کمانډو یوه سرتېري چې د نوموړي په وینا نفوذي کس و ډزې کړي دي.

هغه وايي : په دغه پېښه کې شپږ امريکايي سرتیري او یو افغان پولیس او یو افغان کمانډو وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.