د محمد محقق زوی، باقر محقق په خپل کور کې په ډزو له خپل ورور له خوا ووژل شو

0 175

د محقق سکرټر سکندري وویل محمد باقر محقق د خپل یو بل ورور له خوا چې رواني ستونزه یې لرله، وژل شوی دی.

باقر محقق تیره شپه د خپل ورور حسین محقق له خوا د خوب په حالت کې په سر ویشتل شوی دی.

سرچینې وویل برید کوونکی چې رواني حالت یې ښه نه دی په ډزو کې۷ ساتونکي هم ټپیان کړي دي.

وروسته حسین محقق هم په مقابلو ډزو کې په پښه ویشتل شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن نهه نيمې بجې د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د اجرايه رياست د پخوانی دویم مرستیال محمد محقق د دوو زامنو حسين محقق او باقر محقق تر منځ شخړه شوې چې په نتيجه کې يې باقر محقق وژل شوی او پنځه تنه یې ساتونکي يې ټپيان دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې خپله حسين محقق هم ټپي دی او دا مهال ټپيان ټول د ملي امنيت روغتون ته لېږدول شوي.

د پېښې ځای ته پوليسو عاجله رسيدګې کړې او قضيه د تعقيب لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پخپله محمد محقق ته ډیری افغانان د یوه جنګي جنایتکار او ملي خاین په سترګه ګوري او هغه څوک دی چې په زرهاو هزاره افغانان یې د ایران د ګټو له پاره د سوریی جګړې ته لیږلی دي او د هېواد دننه د یو زیات شمیر هزاره جنګي جنایتکارانو ملاتړ هم کوي.

د انترنت په مجازی نړۍ کې دا غږ دی چې د باقر محقق قاتل دې اعدام شي چې ولس د مححق له دوو جنایتکارو زامنو خلاص شي

Image may contain: ‎1 person, ‎beard, ‎text that says '‎عدالت باقر محقق قاتل بايد اعدام شود!‎'‎‎‎

Leave A Reply

Your email address will not be published.