د افغانستان او سریلانکا ترمنځ مستقیم پروازونه پيلېږي

0 141

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د سریلانکار له ولسمشر ګوتابیا راجکاپکشا سره کتنه کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیمو پروازونو د پیل وړاندیز کړی دی.

قیومي ویلي، دا کار به د سریلانکار او افغانستان اړیکې لا پخې کړي.

بلخوا د سریلانکا ولسمشر، د مالیې وزارت سرپرست له وړاندیز څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، چې د خپل هیواد د هوایي برخې رئیس ته به سپارښتنه وکړي څو د دغه وړاندیز پلي کول په پام کې ونیسي.
د قیومي په خبره، دواړه هیوادونه د هوایي کریډور له پرانیستو وروسته توریسم، طبي توریسم، لوړو زده کړو او په نورو اړینو برخو کې یو له بل سره ملتیا وکړي. دغه مسئله د سریلانکا له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او د روغتیایي خدمتونو او لوړو زده کړو په برخو کې د افغانستان لاسرسي ته لار هواروي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.