ولسمشر: د سیمي د هېوادونو لومړیتوبونه باید همغږي شي

0 96

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاري نړېوالې مجمع لسمې ناستې ته د وینا پر مهال د سیمې د هېوادونو پر لومړیتوبونو او همغږۍ ټینګار وکړ.

هغه وویل  د ښاري پراختیا او د هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې د همکارۍ په برخه کې جدي بدلونونو ته اړتیا ده.

 ولسمشرغني دغه ناستې ته په خبرو کې ټينګار وکړ چې په ښارونو کې د لازمې پراختیا  لپاره د اړینو ګامونو پورته کولو لپاره باید په نړیواله کچه سېسټماټیکې کړنلارې جوړې شي او د اقلیم بدلون ته په پام تر ۲۰۵۰ کال  پورې باید د احتمالي ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ونیول شي.

ولسمشر غني وویل: “د علمي ټولنو فرهنګ تجربې له ګڼو محدویتونو سره مخ دي. هغه څه چې په تېرو شپېتو کلونو کې ګټور وو په راتلونکو دېرشو کلونو کې ګټور ندي. ستاسو او هبیتات په څېر ارګانونه په جدي ډول د بدلون فرهنګ ته اړتیا لري.”

د ښاري مجمع لسمه ناسته نن په ابوظبی کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی،د ملګرو ملتونو د سکرترجنرال د مرستیالې میرمن امینه محمد او  د فیجی ټاپوګانو د لومړي وزیر فرنک بینی مارا ما له خوا پرانیستل شوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.