امریکا په شېرزادو کې د خپلو دوو وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړ

0 121

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د هغو دوو سرتیرو د هویت په اړه معلومات خپاره کړل چې وړمه ورځ د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې په یوه برید کې ووژل شول.

پنتاګان وايي دغه سرتېري هر یو ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتيرز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګز نومېږي  چې دغه کسانو په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کوله.

د امریکا ددفاع وزارت همدا راز ویلي چې د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه  نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټڼې روانې دي.

 وړمه ورځ ناوخته یوه کس چې د افغان پوځ جامې یې په تن وې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې پر بهرنیو او کورنیو سرتېرو برید وکړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.