په چین کې په کرونا ویروس د مړو شویو شمېر ۱۰۱۶ تنو ته ورسېد

0 120

د چین چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۱۶  کسانو ته پورته شوی.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې یوازې پرون د دغه ویروس له کبله له ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په چین او ۲۴ نورو هېوادونو کې تراوسه د کرونا ویروس نژدې ۴۳ زره مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا د جدي اندیښنې وړ ده  چې په دې ویروس هغه کسان هم اخته شوي چې چین ته نه دي تللي.

اوکراین ویلي، په یوې چارتر الوتکې کې به خپل ۵۰ هېوادوال چې په وهان ښار کې دي، کیف ته ولېږدوي.

په همدې حال کې هغه بیړۍ کې چې د جاپان په یوه بندر کې قرنطین شوې او ۳ زره او ۷۰۰   مسافر او عمله په کې سپاره دي، د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۵ ته رسېدلی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.