ناټو په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت او روان وضعیت خبرې کوي

0 116

د ناټو سازمان غړي هیوادونه به په افغانستان خبرې وکړي. دا ناسته به سبا او بل  سبا د بلجیم په بروکسل کې جوړه شي چې د ناټو د غړو هیوادونو سربېره د دغه سازمان د شریکو هیوادونو د دفاع وزیران به هم په کې ګډون ولري.

دوی به په افغانستان کې د سولې په روانو هلو ځلو او په دغه هېواد کې د امنیت د ټینګښت په اړه په خپلو ژمنو بحث وکړي.

 د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پییرز کازالي وایي: “په سختو شرایطو سربېره، افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او دوی د سولې په راوستو کې مرسته کوي، موږ د جګړې پای ته رسېدو او د سولې راوستو لپاره د متحده ایالتونو د هڅو ملاتړ کوو.”

 دا په لندن کې د ۲۰۱۹ کال د ډېسېمبر په میاشت کې د ناټو له سرمشریزې وروسته د ناټو د وزیرانو لومړنۍ غونډه ده چې اوس په بروکسل کې کېږي.

په ډېسېمبر کې سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي و چې له کلکې او جدي ارادې سره خبرو ته حاضر شي.

 د ناټو له دې ډول غوښتنو سره سره طالبانو له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی او په ځلونو یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې او همداراز د ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او نړیوال بانک استازي ګډون وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.