غني پامپیو ته: د سولې راتلونکي ګامونه به د افغان حکومت له لوري مدیریت شي

0 157

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ټلفوني خبرو پر مهال هغه ته خطاب کې ویلي، د سولې بهیر په اړه راتلونکي ګامونه به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري مدیریت او رهبري شي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مایک پامپیو ولسمشر غني ته له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د پرمختګونو په اړه مالومات ورکړي او ټينګار یې کړی چې د دوامدره تاوتریخوالي کمښت دوام به تل پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر غني ویلي، چې د افغان حکومت اصلي هدف د وینو بهېدو او افغان وژنې مخنیوی دی او اکثریت افغانان د سولې په اړه اجماع لري.

د خبرپاڼې پر اساس، ولسمشر غني د سولې مذاکراتو کې د پرمختګونو هرکلی کړی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.