مردان کې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکه رانسکوره شوې

0 200

پاکستاني رسنۍ وایي، نن وروسته له غرمې شاوخوا دوه بجې مردان کې د پاکستان د پوځ یوې جنګي الوتکې سقوط کړی دی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، په دې پېښه کې ممکن د الوتکې پيلوټان وژل شوي وي؛ خو لا یې هم کره مالومات نشته دي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ یوه الوتکه پېښور کې رانسکوره شوې وه، چې دوه پیلوټان په کې وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.