تېرو درېیو میاشتو کې ۳۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

0 108

کډوالو وزارت وایي، تېرو درېیو میاشتو کې له ګاونډیو او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه ۳۲ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له را ستانه شویو څخه ۲۸ زره او ۸۲۴ يې له پاکستان او ایران، پاتې نور له نورو هېوادونو دي.

خبرپاڼه کاوي، په دې منځ کې نږدې ۱۶ زره يې په زوره ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه راغلي دي.

کډوالو وزارت ویلي، یوازې په روان میلادي کال کې، په ارزګان، لغمان، فاریاب، فراه، ننګرهار، پکتیکا، کابل او کندهار ولایتونو کې ۲۱ زره کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.