ناټو: د پایداره سولې لپاره باید هیڅ هېواد ترهګرو ته پناه ځایونه ور نه کړي

0 163

د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره باید هیڅ هېواد نور ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ور نه کړي.

د نوموړي په وینا، پایداره سولې  ته د رسېدو لپاره د ناټو ټینګار پر همدې دی، چې هیڅ هېواد باید کورنیو، تر پولې هاخوا او نړیوالو ترهګرو ته پناه ځایونه ور نه کړي.

نیکولاس په مونیخ کې د امنیتي کنفرانس په حاشیه کې رسنیو ته وویل، په افغانستان کې د پایداره سولې او ترهګرو په تړاو دغه د ناټوواضح پیغام او کلک دریځ دی.

ظاهراً د ناټو اشاره پاکستان ته ده، چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته پتنځایونه ورکړي او هغوی له دغه ځایه په افغانستان کې بریدونه کوي. تر هغو چې دغه پټنځایونه ونه تړل شي یا مدیریت نشي، نو د سولې تر هوکړې وروسته هم په افغانستان کې د جګړې د دوام امکان شته او د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ناټو پر همدې موضوع هم بحث کوي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې له ۱۴ تر ۱۶ د جرمني په مونیخ کې جوړ شي او د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت سلاکار، د ملي دفاع وزیر او ګڼ نور افغان چارواکي به هم په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.