د کابل له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر ته د ۱۷ کاله بند سزا واورول شوه

0 781

لویه څارنوالي وایي، د کابل د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر، میان احمد چې د مخدره موادو د قاچاق پر مهال لاس په لاس نیول شوی و، په ۱۷ کاله بند یې محکوم کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، میان احمد ته د ۱۷ کاله بند سزا تېره ورځ چهارشنبه اورول شوې ده.

د هغه په خبره، همدا راز د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو د کشف آمر لمر ته يې هم د ۷ کاله او شپږو میاشتو بند سزا اورولې ده.

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یو خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ چې میان احمد د کابل په کچه د نشه يي توکو لوی قاچاقبر و چې د امنیتي ځواکونو لخوا لا س په لاس ونیول شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.