په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر وايي امریکا او طالبان د تاوتریخوالي د کمولوپه اړه مشخص او یوشان تعریف نه لري.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت غوښتنه په حق ګڼلې او وايي اوربند مشخص تعریف لري، خو د تاوتریخوالي کمول څرگند تعریف نه لري.
مایدون وايي د سولې په اړه ټول جزییات باید د افغانستان د خلکو سره شریک کړای شي او پدغو مذاکراتو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.
دغه اروپایي دیپلومات زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې د موافقې وروسته حکومت باید د بشري حقونو، د ښځو حقونو او دموکراسۍ اصولو او ارزښتونو ته درناوی وکړي؛ له دې پرته د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام امکان نشته.