وزیرستانیان: پاکستانی پوځ دې زمونږ د کورونو ویجاړېدو تاوان راکړي

0 122

په شمالي وزیرستان کې نن سلګونه وزیرستانیانو د یو لاریون پر مهال د پاکستان له پوځ غوښتنه کړې، چې د دوی د کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مراکزو د ویجاړېدو تاوان دې ورکړي.

لاریون کوونکي وايي، پاکستاني پوځ د دوی کورونه د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ویجاړ کړي دي.

د لاریونو کوونکو په خبره، پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۹۰۰ تعلیمي مراکزو له ډلې، ۷۰۰ هغه یې په بمونو او توپونو ویجاړ کړي دي.

لاریون کوونکو ویلي، پاکستاني ځواکونو شمالي وزیرستان کې یوازې ۱۴۶ ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

هغوی خبرداری ورکړی، که يې کورونه، ښوونځي او روغتیايي مراکز بېرته جوړ نه شي، په لویو لاریونونو به لاس پورې کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.