کوټه کې چاودنې ۱۰ تنه ووژل

0 127

د پاکستان  د بلوچستان ایالت  په مرکز کوټه کې چاودنې ۱۰ تنه ووژل. دا چاودنه نن ماښام شوې او په وژل شویو کې دوه تنه د پولیسو افسران هم شامل دي.

د رپوټونو له مخې چاودنه د کوټې شهراه عدالت سړک کې شوې ده.

د پېښې شاهدان وایي، چاودنه هغه وخت وشوه چې په سیمه کې د “اهل سنت والجماعت ” په نامه یوې مذهبي ډلې د غونډې له پاره په چمتووالی بوخته وه.

د کوټې ملکي روغتون  ویلي، چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ټپيان شوي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.