پاکستان: ډېر ژر به د امریکا په مرسته خړ لېست څخه ووځو

0 120

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ډېر ژر به پاکستان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لېست څخه ووځي.

شاه محمود قریشي ډیوه راډیو ته ویلي: ((د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې د هند د ناوړه تبلیغاتو له وجې موږ له محدودیتونو سره مخ کړي وو او اوس دې ادارې ته دا روښانه شوې چې پاکستان په دې برخه کې کوټلي اقدامات ترسره کړي او ډېر ژر به د امریکا په مرسته پاکستان له دې خړ لېست څخه ووځي.))

پاکستان د ايف اې ټي ايف په خړ لېست کې تر شاملېدو وروسته ټاکل شوې وه په تور لېست کې شامل شي، خو د افغان سولې پر سر د پاکستان او امریکا وروستۍ معاملې دې هېواد ته زمینه برابره کړه چې له دې محدودیتونو ووځي.

د ناقانونه پیسو د څار پاریس مېشتې ادارې د ۲۰۱۸ز په جون کې پاکستان خړ لېسټ ته غورځولی و او له اسلام اباد څخه یې غوښتنه کړې وه، چې ترهګرۍ ته د پیسو برابرولو او د تورو پیسو د سپینولو مخنیوي په لړ کې اقدامات وکړي.

 د معلوماتو پر اساس، په افغان سوله کې د امریکا او پاکستان د معاملې جزیات دا دي چې پاکستان به د یادې ادارې له خړ لېست څخه اېستل کېږي او امریکا به ورسره مرسته کوي، همداراز پر پاکستان ځنډول شوې کلنۍ ۸۰ میلیونه ډالره مرستې به ورکول کېږي، په امریکا کې د پاکستاني پوځیانو د روزنې لړۍ به بېرته پیلېږي، چې له وړاندې پیل شوې او د کشمیر په موضوع کې به امریکا د پاکستان په غوښتنه مداخله کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.