د امریکا سفیر، د عبدالله عبدالله د ملاقات غوښتنه رد کړې

0 440

کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسون د دوشنبې په ورځ د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملاقات غوښتنه ځکه رد کړې چې هغه په خپله لیدنه کې شخصي غوښتنې او جنجال جوړوونکي ټاکنیز مسایل مطرح کول.

یوې سرچینې ویلي:” کابل کې د امریکا سفارت د اجراییه ریاست د نړیوالو اړیکو او تشریفاتو برخې ته د رسمي ایمیل له لارې خبر ورکړی دی، چې له لویو او تصمیم نیونکو مسایلو پرته دې عبدالله عبدالله نور د سفارت مسوولینو سره د ملاقات کولو له غوښتنې ډډه وکړي.”

د سرچینې په خبره، د امریکا له پخواني سفیر جان بس او اوسني سرپرست سفیر راس وېلسون سره د عبدالله عبدالله اکثریت لیدنې او ملاقاتونه پر شخصي مسایلو او ټاکنیزو لانجو متمرکزې وې.

د سرچینې په وینا، عبدالله عبدالله غوښتل په وروستي ملاقات کې د امریکا له سفیر د هغه موضوعاتو په اړه پوښتنه وکړي او ځان پرې پوه کړي، چې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او شرف غني ترمنځ کتنو کې مطرح شوي دي.

عبدالله عبدالله د امریکا د سفیر له رد ځواب وروسته تېره ورځ له استاد عبدالرب رسول سیاف سره په پغمان کې کتلي او له هغه يې غوښتي چې د موازي حکومت په اعلان کې يې ملاتړ وکړي، خو د لومړنیو معلوماتو پر اساس عبدالرب رسول سیاف د هغه غوښتنه نه ده منلې او عبدالله یې هڅولی چې له جنجالونو تېر شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د اجراییه ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.