تادین خان: د موازي حکومت غوښتونکي او طالبان موږ ته یو شان دي

0 134

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان وایي هغه کسان چې په افغانستان کې د موازي حکومت خبرې کوي له طالبانو سره دې ودریږي.

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال تادین خان وایي په دې وروستيو کې یو شمېر سیاسیونو د موازي حکومت په اړه خبرې کړې او د موازي حکومت غوښتنه د افغانستان د تجزیې په مانا ده .

تادین خان ويي: “ دوی ته په پوره درنښت، هر څوک، چې دا خبره په خوله راوړي، له طالبانو سره دې ودریږي، موږ به د دوی او د طالب مشکل یو ځای ور حل کړو”.

 نوموړی وایي د پردیو اجنډاوي راته د منلو وړ نه دي او هیڅکله به د چا دا آرمان پوره نه شي.

تادین خان په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړو ویلي که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دوی ډله بریالۍ اعلان نه شي په افغانستان کې به موازي حکومت اعلان کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.