محمد اشرف غني یو ځل بیا د پنځو کلونو لپاره ولسمشر شو

0 224

د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون لخوا وروستیو پایلو کې د ۵ کلونو لپاره د افغانستان جمهور رییس اعلان شو.

ټاکنو کمېسیون وایي، محمد اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو په ګټلو سره، د افغانستان ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو پر اساس، وروستیو پایلو کې د ددولت جوړوونکي ټیم د مشر محمد اشرف غني رایې  ۹۲۳۵۹۲شوې دي او فیصدي يې هم پنځوس عشاریه ۶۴ شوې ده.

په همدې حال کې، د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا وروستیو پایلو کې ۳۹ عشاریه ۵۲ سلنه رایې ګټلې دي.

ټاکنو کمېسیون ویلي، خپلې چارې يې په پوره شفافیت مخ ته وړې دي.

د جمهوري ریاست ټاکنې چې د میزان میاشتې په شپږمه نیټه وشوې، لومړنیو پایلو کې محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې وې.

بلخوا، یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو وار له مخې خبرداری ورکړی و، چې د وروستیو پایلو اعلان سره سم به موازي حکومت اعلان کړي.

هغوی ادعا کړې وه، چې ټاکنو کمېسیون شفافیت په پام کې نه دی نیولی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.