اروپايي ټولنې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو کې محمد اشرف غني ته د بریا له امله مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ جگپوړي استازي یوزېپ بورېل فونتېلس ورسره ټلفوني خبرې کړي او ټاکنو کې يې د بریا مبارکي ورکړې ده.
دا لومړنی لوړ پوړی بهرنی چارواکی دی چې ولسمشر غني ته ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکوي.